فراه پوهنتون کې په (روژې مبارکې میاشتې کې د قرآن کریم تلاوت کولو فضایلو) تر سرلیک لاندې اصلاحي سمینار وړاندې شو
د پوهنتون فراه دعوت او ارشاد آمریت له لوري د یاد پوهنتون په مسجد شریف کې په (روژې مبارکې میاشتې کې د قرآن کریم تلاوت کولو فضایلو) تر سرلیک لاندې اصلاحي سمینار د فراه پوهنتون ټول پرسونل ته وړاندې شو.
سمینار د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.
وروسته، د شرعیاتو پوهنځي استاد مفتي نورالحق مظهري په روژې مبارکې میاشتې کې د قرآن کریم د تلاوت د ارزښت او اهمیت په اړه هر اړخیزه وینا وکړه. نوموړي څرګنده کړه چې د رمضان المبارک میاشت د قرآن کریم د نزول میاشت ده او په دې مبارکه میاشت کې د قرآن تلاوت څو چنده اجر او ثواب لري.
هغه د قرآني آیتونو او نبوي احادیثو په رڼا کې د قرآن سره د انس، په ماناوو کې د تدبر، د نفس د اصلاح، د ایمان د پیاوړتیا او د فرد او ټولنې په تزکیه کې د قرآن کریم پر اغېز خبرې وکړې.
همدارنګه ټینګار وشو چې استادان، اداري کارکوونکي او محصلان باید د دې معنوي فرصت څخه اعظمي ګټه واخلي، په منظم ډول د قرآن کریم تلاوت، فهم او عملي کولو ته پاملرنه وکړي.
سمینار د خیر په دعا سره پای ته ورسېد.
