فراه پوهنتون کې د «انفرادي پلان د جوړولو څرنګوالي» تر سرلیک لاندې ښوونیز سمینار ترسره شو

PM_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۲۷
انفرادي پلان د جوړولو څرنګوالي

د فراه پوهنتون د استادانو د مسلکي پرمختیا آمریت له لوري، د کیفیت لوړونې آمریت په همکارۍ، د یاد پوهنتون استادانو ته د «انفرادي پلان د جوړولو څرنګوالي» تر سرلیک لاندې ښوونیز سمینار ترسره شو. د دغه سمینار موخه د استادانو د مسلکي وړتیاوو لوړول، د انفرادي پلان د ترتیب او تدوین له اصولو او معیارونو سره د هغوی بلدتیا او د ښوونیزو او اکاډمیکو فعالیتونو د کیفیت ښه کول وو.

سمینار د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

وروسته د کیفیت لوړونې آمر، پوهنمل حامد طیب، ګډونوالو ته د انفرادي پلان د مفهوم، ارزښت، د ښوونیزو او علمي فعالیتونو په پلان جوړونه کې د هغه د رول او د کیفیت د لوړونې په برخه کې د هغه د اهمیت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. نوموړي د انفرادي پلان د چمتو کولو معیارونه، د موخو ټاکل، د فعالیتونو تنظیم، د عملي کولو مهالویش او د ارزونې او تعقیب لارې په تفصیلي ډول تشریح کړې.

ورپسې ګډونوال د انفرادي پلان له عملي بېلګو سره بلد شول او د ښوونیزو او اکاډمیکو فعالیتونو په بهیر کې د هغه د ترتیب او پلي کولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه. همدارنګه د استادانو پوښتنو ته لازم او قناعت‌بښونکي ځوابونه وړاندې شول.

په پای کې د منظمې پلان جوړونې، د کیفیت د لوړونې له معیارونو سره سم د انفرادي پلانونو د ترتیب او د استادانو د علمي او ښوونیز فعالیت د لا ښه والي په برخه کې د هغو پر ارزښت ټینګار وشو او سمینار د خیر په دعا سره پای ته ورسېد.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۴:۴۵
Background image

فراه پوهنتون کې د «محصلانو په روحي، رواني او شخصيتي آرامتیا کې د استاد د تعامل د رول ارزونې» تر سرلیک لاندې علمي او ښوونیز سمینار ترسره شو

د «محصلانو پر روحي، رواني او شخصيتي آرامتیا کې د استاد د تعامل د رول ارزونه» تر سرلیک لاندې علمي او ښوونیز سمینار د فراه پوهنتون د مشورې مرکز له لوري د دغه پوهنتون استادانو او تدریسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د فراه پوهنتون د علمي څېړنیزې مجلې او د کندز پوهنتون د اسلامي علومو او ټولنیزو علومو نړیوالې مجلې ترمنځ علمي هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د هېواد د علمي بنسټونو ترمنځ د علمي، څېړنیزو او اکاډمیکو همکاریو د پراختیا او د علمي اړیکو د پیاوړتیا په موخه، د فراه پوهنتون د علمي څېړنیزې مجلې او د کندز پوهنتون د اسلامي علومو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۳۶
Background image

فراه پوهنتون کې د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو د ستاینې او تقدیر غونډه ترسره شوه

د فراه پوهنتون عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د ریاست په نوښت، د دغه پوهنځي د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو د علمي، اداري او مسلکي خدمتونو د درناوي او قدردانۍ په موخه د ستاینې او. . .

بیرته خبرونو ته